۰

تر دوه ورځو پورې به د ټاکنو په تړاو شویو شکایتونو په اړه پرېکړه وشي

دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۱
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وايي، تر دوه ورځو پورې به د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د استینافي او استثنايي شکایتونو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.
تر دوه ورځو پورې به د ټاکنو په تړاو شویو شکایتونو په اړه پرېکړه وشي
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون وايي، تر دوه ورځو پورې به د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د استینافي او استثنايي شکایتونو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټاکنو په اړه د ثبت شویو شکایتونو څېړنه له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د ټاکنو شکایتونو کمېسیون له خوا پیل شوې ده، چې لا هم په مرکزي دفتر کې دوام لري.

د دغه کمېسیون ویاند محمد رضا فیاض نن دوشنبې د سلواغې ۱۴ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې استینافي شکایتونو ته د رسېدلې لړۍ لا هم په مرکزي دفتر کې دوام ولري او په ځینو برخو کې وروستۍ پرېکړې هم شوې دي.

د هغه په وینا د ۳۰۰ زره رایو په اړه هم کابو ۵۰ سلنه پرېکړه شوې ده او د نن ورځې تر پای پورې به پاتې نورو هم پرېکړه وشي.

نوموړي زیاته کړه، چې کمېسیون به د راتلونکې چهارشنبې سلواغې ۱۶ مه د ټولو استېنافي او استثنايي شکایتونو په اړه وروستۍ پرېکړه د افغانستان له خلکو سره شریکه کړي.

کمېسیون دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ وايي، د ټاکنیزو کمېسیونو له خوا د ټاکنو پایلې له بن بست سره مخ شوې دي.

د دغه بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده نن په یوه خبري ناسته کې کمېسیونونه د قوانینو، لوایحو او کړنلارو په نقض تورن کړل او دغه راز یې و ویل، چې ځینې انتخاباتي ټیمونه مداخلې کوي، او نړیواله ټوله هم د ټاکنو شفافیت لپاره همکاري نه کوي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي