سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې درې تنه هغه داعشیان وژل شوي، چې غوښتل یې د برېښنا یو سټېشن ویجاړ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه داعشیان وړمه شپه د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ د مانګي په سیمه کې وژل شوي دي.
په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپی وايي، افغان ځواکونو د وټه پور ولسوالۍ مانګي اړند سیمو کې عملیات کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه عملیاتو کې درې تنه هغه داعشیان چې غوښتل یې د مانګي برېښنا بند ستېښن ویجاړ کړي، وژل شوي دي.
په ختیځ کې د پوځ دغه چارواکی زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې یو بل داعشي ټپي شوی هم دی.
جمهورخبري آژانس:کونړ