کونړ کې هغه داعشیان وژل شوي، چې غوښتل یې د برېښنا سټېشن ویجاړ کړي

15 دلو 1398 ساعت 7:53

سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې درې تنه هغه داعشیان وژل شوي، چې غوښتل یې د برېښنا یو سټېشن ویجاړ کړي.


سیمه ییز چارواکي وايي، کونړ ولایت کې درې تنه هغه داعشیان وژل شوي، چې غوښتل یې د برېښنا یو سټېشن ویجاړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه داعشیان وړمه شپه د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ د مانګي په سیمه کې وژل شوي دي.

په کونړ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپی وايي، افغان ځواکونو د وټه پور ولسوالۍ مانګي اړند سیمو کې عملیات کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه عملیاتو کې درې تنه هغه داعشیان چې غوښتل یې د مانګي برېښنا بند ستېښن ویجاړ کړي، وژل شوي دي.

په ختیځ کې د پوځ دغه چارواکی زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې یو بل داعشي ټپي شوی هم دی.
 
جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 


د مطلب کود: 124679

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124679/

جمهور
  https://www.jomhornews.com