تخار، فاریاب او بلخ کې غله او قاچاق وړونکي نیول شوي دي

15 دلو 1398 ساعت 9:15

کورنیو چارو وزارت په تخار، فاریاب او بلخ ولایتونو کې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور، قاچاق او وسله والو غلاو په تور نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت په تخار، فاریاب او بلخ ولایتونو کې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور، قاچاق او وسله والو غلاو په تور نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په جلا جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د نشه يي توکو سره د مبارزې او جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په یو لړ عملیاتو کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه وایي، له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار او کلفګان ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال درې تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه درې تنه له شپږو کیلو ګرامه چرسو، ۱۰۱ قرصه تابلېت کا، ۱۹۷ ګرامه ښیښه او یو عراده موټر سره یو ځای نیول شوي دي.

همداراز پولیسو د فاریاب ولایت د میمنې ښار د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې هم یو کس د یو شمېر هیرویینو او امفتامینو د پلور په تړاو نیولی دی.

بل خوا کورنیو چارو وزارت وایي، له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو بیا بلخ ولایت کې درې تنه وسله وال حرفوي غله هم نیولي دي.

خبرپاڼه وایي، دغه کسان، په چاپولګرۍ، زورواکۍ او د خلکو په ځورونه کې لاس درلود، چې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې له دغه غلو څخه یو میل تومانچه، یو عراده ټکي موټر چې اسناد یې نه درلودل هم تر لاسه شوی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124685

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124685/

جمهور
  https://www.jomhornews.com