۰
د سوداګرۍ وزارت:

په جنورۍ میاشت کې افغانستان د ۱۶.۶ میلیون ډالرو توکي صادر کړي

سی شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، د روان ۲۰۲۰ کال په لومړۍ جنورۍ میاشت کې بېلابېلو هیوادونو ته د ۱۶.۶ میلیون ډالرو په ارزښت افغان توکي صادر شوي دي.
په جنورۍ میاشت کې افغانستان د ۱۶.۶ میلیون ډالرو توکي صادر کړي
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، د روان ۲۰۲۰ کال په لومړۍ جنورۍ میاشت کې بېلابېلو هیوادونو ته د ۱۶.۶ میلیون ډالرو په ارزښت افغان توکي صادر شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه معلومات د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر احمل احمدي پر خپله ټوېټر پاڼه خپاره کړي دي.

نوموړي ویلي د روان ۲۰۲۰ کال په لومړۍ جنورۍ میاشت کې بېلابېلو هیوادونو ته د ۱۶.۶ میلیون ډالرو په ارزښت افغان توکي صادر شوي دي.

د هغه په وینا یاد صادارت چې ۵۴۰ میټریکه ټنه کیږي په ۸۵ پروازونو کې د هوايي دهلېزونو له لارې ۱۲ هیوادونو ته صادر شوي دي.

د سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړې، په دغو هیوادونو کې چین، هند، فرانسه، ایټالیا، سویډن، بلجیم، سویزرلنډ، نیدرلینډ، بریتانیې، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته صادر شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي