په ۲۰۱۹ کال کې کابو ۱۱ زره افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

15 دلو 1398 ساعت 13:47

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې کابو ۱۱ زره ملکي افغانان په جګړو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې کابو ۱۱ زره ملکي افغانان په جګړو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کمېسیون چارواکو چې نن سه شنبې د سلواغې ۱۵ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال خپل کلنۍ راپور خپراوه و ویل، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۷ سلنه کموالی راغلی دی.

د یاد کمېسیون مرستیال نعیم نظري وایي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د جګړو له امله ۱۰ او ۷۷۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۶ زره او ۸۴۵ تنه یې نارینه، ۲۶۹۶ یې ماشومان او ۹۷۴ تنه یې مېرمنې دي.

دی زیاتوي، چې په کال ۲۰۱۸ کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ۱۱ زره او ۷ سوه وه، چې دغه شمېره سږ کال ۷ سلنه کموالی ښيي، چې له دې ډلې د سړیو په مرګ ژوبله کې ۱۳ سلنه کموالی راغلي، خو د مېرمنو په مرګ ژوبله کې بیا ۳ او د ماشومانو مرګ ژوبله کې بیا یو سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دی وایي، چې د یادې مرګ ژوبلې ۷۱ سلنه عامل وسله وال طالبان، ۵ سلنه یې داعش او ۱۴ سلنه یې بیا افغان او بهرني ځواکونه دي.

په ورته وخت کې نوموړي دا هم و ویل، چې په ټول کې د مخالفینو په بریدونو کې د ملکي وګړو تلفاتو کې ۲۷ سلنه کموالی راغلی او د افغان او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې بیا ۴۴ سلنه کموالی تر سترګو کېږي.

خو زیاته یې کړه، چې په چاودنو کې بیا د مرګ ژوبلې شمېر بیا لوړ شوی او دغه چاره په ۲۰۱۹ کال کې ۲۹ سلنه پورته شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، چې سږ کال په ځمکنیو جګړو کې د ملکي تلفاتو کچه ۸ سلنه، د هدفي وژنو کچه ۱۳ سلنه او د شپنیو عملیاتو مرګ ژوبله ۷۹ سلنه زیاته شوې ده، په داسې حال کې، چې د ځانمرګو بریدونو کچه بیا ۴۵ سلنه کمه شوې او د هوايي بریدونو کچه هم ۲۱ سلنه ټیټه شوې ده.

د یاد کمېسیون مرستیال زیاته کړه، چې د سږ کال د تلفاتو په ګډون په تېرو لسو کلونو کې په ټول کې ۵۸ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ، چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او دغه راز یې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د ملکي تلفاتو عاملین د قانونو منګولو ته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 124705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com