پومپیو:

اجازه نه ورکوو چې د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت خراب شي

15 دلو 1398 ساعت 14:41

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، اجازه نه ورکوي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان ثبات له ګواښ سره مخ شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، اجازه نه ورکوي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان ثبات له ګواښ سره مخ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو چې د ازبکستان په سفر بوخت دی، دغه څرګندونې د یاد هېواد له دولتي رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، امریکا به پرېنږدي، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت خراب او ثبات یې له ګواښ سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا، افغانستان ته له ورپېښو ګواښونو خبره ده خو دوی هڅه کوي، ډاډ تر لاسه کړي، چې په افغانستان کې سوله تامینېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، امریکا ښایي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي خو دا بهیر به داسې نه وي چې د افغانستان امنیت له ګواښ سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د پوځ پخواني مشر جک کېن ویلي، پر طالبانو باید دومره په اسانه باور ونشي او په ټولیزه توګه ټول سرتېري له افغانستان څخه ونه ایستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124710

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124710/

جمهور
  https://www.jomhornews.com