د افغانستان یو شمېر خپلواکو غږیږو او چاپي رسنیو د حکومت لخوا له خبریالانو سره د معلوماتو پر نه شریکولو سختې نیوکې وکړې او اندېښنه وښودله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مرکز کابل او ولایتونو د ۳۰ رسنیو استازو نن سې شنبه د سلواغې ۱۵ مه په یوه سرخلاصي لیک کې وویل چې د افغان حکومت لخوا خبریالانو ته معلومات ورکول محدود شوي دي.
دوی وایي، په وروستیو کلونو کې افغانستان اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې پاتې راغلی او وايي، د دغه وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه ښیي.
په دغه لیک کې راغلي«په داسې حال کې چې په نړۍ کې افغانستان د خبریالانو لپاره له مرګونو هیوادونو څخه دی، افغان رسنۍ په سیمه کې له خپلواک ترینو رسنیو څخه وې،خو وروستۍ بېغوري او د معلوماتو له ورکولو څخه تېښته، دغه لاسته راوړونه له ګواښ سره مخامخ کړې ده.»
د یادو رسنیو استازو، لویه څارنوالي،ستره محکمه، د ملي امنیت لوی ریاست، د افغانستان بانک، تدارکاتو ملي کمېسیون، د ولسمشر دفتر، بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع، مالیې او روغتیا وزارتونه تر نورو ادارو زیات د خبریالانو پر مخ تړلي یاد کړي دي.
دوی له خبریالانو سره د معلوماتو شریکولو په برخه کې د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د رسنیو د ملاتړ له بنسټونو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
جمهورخبري آژانس:کابل