۰

کندهار کې یوه ښځینه پولیسه په غلچکي برید کې وژل شوې ده

چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې په کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیسه د وسله والو کسانو په غلچکي برید کې وژل شوې ده.
کندهار کې یوه ښځینه پولیسه په غلچکي برید کې وژل شوې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې په کندهار ولایت کې یوه ښځینه پولیسه د وسله والو کسانو په غلچکي برید کې وژل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د سلواغې ۱۵ مه ماسپښین مهال درې بجې د کندهار ښار د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزی وايي، دغه پولیسه چې په ۹ مه امنیتي حوزه کې یې دنده درلوده، کور ته د تګ پر مهال د شپږمې حوزې اړوند ریګي کلاچه کې پرې ناپېژانده وسله والو برید کړی او وژلې یې ده.

نوموړی زیاته کړه، چې دغه یوه له فعاله ښځینه پوليسو څخه وه چې د جنايي جرمونو په مخنیوي او په ځانګړي ډول د پلټنو پرمهال يې د پوليسو په لیکو کې مهمې دندې مخ ته وړلې.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم په تړاو څوک نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې په کندهار کې په دې وروستیو کې غلکچي بریدونه یو ځل بیا زیات شوي او په تېره یوه میاشت کې تر پنځلس زیات کسان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي