اروپايي ټولنه:

د اسراییل لخوا اشغال شوې سیمې په رسمیت نه پېژنو

16 دلو 1398 ساعت 9:12

اروپايي ټولنې د منځني ختیځ په اړه د پېړۍ معاملې په نوم د ټرمپ د سولې طرحه د نړیوالو اصولو خلاف بللې وایي، دوی


اروپايي ټولنې د منځني ختیځ په اړه د پېړۍ معاملې په نوم د ټرمپ د سولې طرحه د نړیوالو اصولو خلاف بللې وایي، دوی

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې ټینګار کړی، چې د پېړۍ معاملې طرحه له نړیوالو سټنډردونو سره سر نه خوري او له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې ده.

د یادې ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل وایي، د بیت المقدس په اړه هره هوکړه باید د فلسطین او اسراییل ترمنځ له مخامخ خبرو وروسته ترسره شي.

نوموړي ویلي، اورپايي ټولنه به د اسراییل له لوري د فلسطین اشغال شوې سیمې په رسمیت ونه پېژني نو غوره ده چې په دې اړه له سره غور وشي او اجازه ورکول شي چې دواړه هېوادونه خپلې پرېکړې پخپله وکړي.

باید و ویل شي، ټرمپ څو ورځې وړاندې د منځني ختیځ په اړه د سولې طرحې جزیات وړاندې کړل چې له مخې یې بیت المقدس د اسراییل د پلازمینې په توګه اعلان شوی دی او دې پرېکړې د ګڼو اسلامي هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124722

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124722/

جمهور
  https://www.jomhornews.com