۰
پخواني طالب چارواکی:

افغان حکومت د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو طرحې سره موافقه کړې

چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۸
د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوی څارنوال مولانا جلال الدین شنیواری وایي، افغان حکومت د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو طرحې سره موافقه کړې ده.
افغان حکومت د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو طرحې سره موافقه کړې
د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوی څارنوال مولانا جلال الدین شنیواری وایي، افغان حکومت د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو طرحې سره موافقه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی شینواري دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې خلیلزاد له قطر څخه بروکسل، پاکستان او بیا کابل ته راغی او د افغان حکومت له مشرانو او سیاسیونو سره یې پر سوله خبرې وکړې.

که څه هم ارګ د ښاغلي غني او خلیلزاد تر لیدنې وروسته په یوه خبرپاڼه کې د خلیلزاد له قوله ویلي و، چې د طالبانو سره وروستیو خبرو کې کوم پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی، خو تمه لري، چې طالبان اوربند او د تاوتریخوالي کمولو مودې غځولو ته غاړه کېږدي.

خلیلزاد ویلي و، چې دوی په دې برخه کې د طالبانو ځواب ته انتظار دي، خو ارګ تر دې وړاندې ټینګار کړی، چې تاوتریخوالي کمول مانا نه لري او باید اوربند وشي.

ارګ په ښکاره د تاوتریخوالي کمولو سره مخالفت ښودلی او د عمومي اوربند غوښتنه یې کړې، خو اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د پخواني ولسمشر کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي مشرانو د تاوتریخوالي کمولو سره موافقت ښودلی و.

خو او د طالبانو پخوانی لوری څارنوال مولانا جلال الدین شنیواری وایي، چې ارګ هم د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو طرحې سره موافقه کړې ده.

نوموړي جمهور خبري آژانس سره خبرو کې و ویل«خلیلزاد له ولسمشر غني سره په لیدنه کې هغه ته قناعت ورکړی، چې د طالبانو د تاوتریخوالي کمولو طرحه ومني او ولسمشر هم منلې، چې نور د اوربند په کولو ټینګار نه لري او یوې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالي کمولو طرحه هم مني.»

دی وایي، خلیلزاد دا مهال بېرته دوحې ته رسېدلی دی او ټاکل شوې، چې په راتلونکو څو ورځو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

مولانا جلال الدین شینواری زیاتوی، دوی تمه لري، چې دا ځل به د دواړو لورو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي، خو په وینا یې له وخته وړاندې به وي، چې و وايي، د دوی تر منځ په داځلی خبرو کې به بیا کومه ستونزه نه رامنځ ته کېږي.

د هغه په وینا دا ځکه چې لا هم د دواړو لورو تر منځ باور نه دی رامنځ ته شوی او یو پر بل په دې برخه کې د خنډونو رامنځ ته کولو تورونه پورې کوې او داسې یو درېیم ګړی نشته، چې حقیقت د افغانستان خلکو ته روښانه کړي.

د نوموړي اشاره ښایي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او طالبانو ورستیو څرګندونو ته وي، چې د سولې په اړه یې یو بل پړه ګڼلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ازبکستان د سفر پر مهال ویلي، چې دوی د سولې هوکړې ته نېږدې شوي او اوس طالبانو ته پکار ده، چې د تاوتریخوالي کمولو په اړه خپله اراده ثباته کړي.

خو د پمپیو دې خبرو ته په غبرګون کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل، چې امریکا دې د خپل بام واورې پر دوی نه اچوي، بلکې په وینا یې طالبان د سولې تړون لاسلیک ته چمتو دی، خو امریکا پلمې لټوي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي