هرات کې د موټرو غله نیول شوي دي

16 دلو 1398 ساعت 11:38

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په هرات ولایت کې د موټرو د غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په هرات ولایت کې د موټرو د غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دغه غله پرون د هرات ښار د اومې حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوی، دغه غلو څه موده مخکې د هرات له ښار څخه یو موټر غلا کړی و او د رنګ په تغیر سره یې پلورلی و، چې له همغه وخته د پولیسو تر تعقیب لاندې و.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بالااخره پولیسو پرون دغه درې تنه غله د اومې حوزې اړوند سیمه کې له غلاه شوي موټر سره یو ځای نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت وایي، له غلو موټر اخستل شوی او اصلي څښتن ته یې سپارلی دی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 124729

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124729/

جمهور
  https://www.jomhornews.com