دفاع وزارت:په ۲۴ ساعتونو کې ۵۲ طالبان وژل شوي دي

16 دلو 1398 ساعت 12:46

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۱۶ مه یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې فاریاب، هلمند، لغمان، کندهار، ننګرهار، هرات، قندوز، اروزګان، خوست او ځینې نورو ولایتونو کې هوايي او ځمکني عملیات کړي.

خبرپاڼه وایي، په دغه عملیاتو کې ۵۲ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۳۶ تنه ټپیان او د شپږو شکمنو کسانو په ګډون ۹ تنه نور نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124737

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124737/

جمهور
  https://www.jomhornews.com