د شکایتونو کمېسیون د شکایتونو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه

16 دلو 1398 ساعت 13:11

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو د ثبت شویو شکایتونو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه، چې له مخې یې ځینې محلونه بیا رای شمېرنې ته اړتیا لري.


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو د ثبت شویو شکایتونو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړه، چې له مخې یې ځینې محلونه بیا رای شمېرنې ته اړتیا لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې وايي، دوی ټول شکایتونه د قانون، لوایحو او کړنلارو پر بنسټ څېړلي، پرېکړې یې پرې کړې او د هرې پرېکړې په برخه کې ملت ته ځواب ویوونکي دي.

شینوارې، چې نن چهارشنبې د سلواغې ۱۶ مه د شکایتونو په اړه د کمېسیون پرېکړه په یوه خبري ناسته کې بیانوله د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه و ویل، چې له دغه شمېر رایو څخه ۱۳۷ زره رایې د نومونې په ډول بیا تفتیش ته لېږل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، که نمونوي رایو هغه معیارونه چې د کمېسیون له خوا د هغې د صحت لپاره اېېښودل شوي ۶۵ سلنه پوره کړي، نو کارول شوې رایې سمې او که چېرې یې پوره نه کړي نو باطلې دي.

د هغې په وینا د دغه رایو د صحت لپاره اېښودل شوي معیارونه بایومتریک، ریزلټ شیټ او ځینې نور دي، چې که یې پوره نه کړي، نو دغه شمېر رایې باطلې دي.

دغه راز هغې زیاته کړه، چې د دې تر څنګ به د ۲۹۸ محلونو رایې هم په نومونوي ډول تفتیش کېږي او ۱۰۲۰۱۲ رایې داسې وې چې له ټاکلي زمانه وتلې وې، مګر له دې منځه ۱۵ سله رایې بیا شمېرنې ته راجع کېږي.

مېرمن شینوارې ټینکار وکړ، چې دا د دوی نهايي او وروستۍ پرېکړه ده او که چېرې ولایتي دفترونو په دې اړه نورې پرېکړې کړې وي، لغوه دي.

د شکایتونو کمېسیون چارواکو زیاته کړه، چې وروسته له دې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مکلف دی، چې د رایو تفتیش مکمل او شکایتونو ته په پوره رسیدګۍ سره د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 124743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com