ولسمشر غني د اته دولتي شرکتونو مدغم کېدو فرمان ورکړی

16 دلو 1398 ساعت 14:09

ولسمشر غني د اته دولتي شرکتونو په مدغم کولو سره د ملي پراختیا شرکت جوړلو حکم صادر کړی دی.


ولسمشر غني د اته دولتي شرکتونو په مدغم کولو سره د ملي پراختیا شرکت جوړلو حکم صادر کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کور جوړونې تصدي، د بنايي ساختماني تصدي، افغاني دستګاه، د هلمند ساختماني تصدي، د غوري سیمنټو فابریکې، د جبل السراج د سمنټو فابریکه، د ارزاقو تصدي او د کندهار د کرنیزو فارمونو تصدي دې په یو بل کې مدغم شي او د دوی لپاره دې نوی د انکشاف ملي په نوم شرکت تشکیل شي.

د ولسمشر په فرمان کې راغلي، د یاد ملي شرکت د جوړولو موخه د ملي برنامو او پروژو هر څه غوره پلې کېدل دي.

د فرمان له مخې، دا کار به د هېواد له اقتصادي پراختیا او دغه راز د دولتي تصدیو له انسجام سره هم پام وړ مرسته وکړي.

په دې حکم کې ویل شوي دي، چې دا بېلابېل دولتي شرکتونه به له دې وروسته د ملي پراختیا شرکت تر چتر لاندې خپلو فعالتونو ته دوام ورکوي.

د فرمان له مخې، عبدالرحمان عطاش چې د ولسمشر د دفتر عملیاتي مرستیال و د یاد شرکت د اجراییه رییس په توګه ټاکل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124746

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124746/

جمهور
  https://www.jomhornews.com