هلمند کې چاودنې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

16 دلو 1398 ساعت 14:38

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې یوه چاودنه کې پنځو تنو ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې یوه چاودنه کې پنځو تنو ملي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د سلواغې ۱۶ مه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د سپین جومات په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د والي ویاند عمر ځواک وايي، په چاودنه کې دوه ملي پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي دوی.

نوموړي زیاته کړې، دغه پولیس په سيمه کي د لاري پر سر د ماينونو د خنثی کولو ماموريت درلود.

خو په ورته وخت کې یوې بلې امنیتی سرچینې ویلي، چاودنه د موټر بم له امله شوې ده.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 


د مطلب کود: 124748

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124748/

جمهور
  https://www.jomhornews.com