د امریکا سنا جرګې ولسمشر ټرمپ ته برائت ورکړ

17 دلو 1398 ساعت 8:07

امریکا سنا مجلس د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د مراحلو د څېړنې په وروستۍ ورځ هغه تبرئه کړ.


 امریکا سنا مجلس د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د مراحلو د څېړنې په وروستۍ ورځ هغه تبرئه کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ د واک څخه د ناوړې استفادې او کانګریس د فعالیتونو د مخینوي تورونه پورې شوي وو.

د همدې تورونو له امله له تېرو شلو ورځو راهیسې د ټرمپ د استیضاح په اړه بحثونه او څېړنې روانې و، چې باالاخره پرون چهارشنبې د فبروروۍ ۵ مه یې رای ګیری وکړه او ټرمپ په کې تبرئه شو.

د امریکا د سنا مجلس غړو د واک څخه د ناوړه استفادې تور ته ۵۲ منفي او ۴۸ مثبتې رایې ورکړې او دغه رار یې د کانګرس د فعالیتونو د مخینوي تور ته ۵۳ منفي او ۴۷ مثبتې رایې ورکړې، چې ورسره ټرمپ پرې د لګېدولو تورونو څخه خلاص شو.

د یادونې ده، چې ټرمپ تر بل کلنټن او ریچارد نیکسن وروسته د امریکا درېیم ولسمشر دی، چې د سنا له خوا استیضاح کېږي، خو درې واړو برائت اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124752

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124752/

جمهور
  https://www.jomhornews.com