۰

ناټو هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ارزونه کوي

پنجشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۹
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو امریکایي او اروپايي چارواکو له قوله ویلي، چې ناټو هم په پام کې لري، چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
ناټو هم له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ارزونه کوي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو امریکایي او اروپايي چارواکو له قوله ویلي، چې ناټو هم په پام کې لري، چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې زیاته کړې، د ناټو ځینې غړي هېوادونه په پام کې لري، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم دوی هم خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت په پام کې لري، چې له خپلو ۱۲ زره سرتېرو یوازې ۸۵۰۰ یې په افغانستان کې پرېږدي او نور وباسي.
خو پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولس ته کلنۍ وینا کې و ویل، چې نور د افغانستان اوږده جګړه ختموي او امریکایي سرتېري به له افغانستان څخه راوباسي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز د چارواکو له قوله دا هم ویلي، چې د ناټو تر څنګ ځینې نور هېوادونه چې په دغه تړون کې شامل نه دي، خو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکات کې په افغانستان کې فعالیت لري، غواړي د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

دغه ورځپاڼه کاږي«د ناټو ځینې غړي هېوادونه په پام کې لري، چې په افغانستان کې خپل سرتېري راکم کړي، خو ځینې نور یې د جرمني او ایټالیان په ګډون په دې باور دي، چې د دوی ځواکونه کولی شي تر خاصو شرایطو لاندې په افغانستان کې پاتې شي.»

د یادونې ده، چې ناټو په وار وار دا ویلي، چې په افغانستان کې د دوی حضور د امریکا په حضور پورې تړلی دی، ځکه په وینا یې دوی له امریکا سره یو ځای افغانستان ته تللی او یو ځای به ورسره له دغه هېواده وځي.

ناټو چې دا مهال په افغانستان کې کابو ۸۷۰۰ سرتېري لري، دفاع وزیران به یې په راتلونکې اوونۍ کې په بروکسل کې د خپل ماموریت په اړه بحث او خبرې وکړي.

نیویارک ټایمز د ناټو چارواکو له قوله وايي، که د امریکا د ولسمشر له خوا د سرتېرو ایستلو په برخه کې کومه ناڅاپي پرېکړه ونه شي، لرې ده، چې ناټو هم په راتلونکي بحث کې د خپلو ځواکونو په اړه کومه کوټلې پرېکړه ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي