پولیسو کابل کې دوه بم اېښودونکي نیولي دي

17 دلو 1398 ساعت 10:34

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې دوه بم اېښودونکي چې غوښتل یې بمونه خښ کړی، نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې دوه بم اېښودونکي چې غوښتل یې بمونه خښ کړی، نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۱۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه بم اېښودونکي پرون ماښام د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ څلور لارې ته نېږدې نیول شوي دي.

خبرپاڼه وایي، یادو کسانو غوښتل د کمپنۍ څلور لارې ته نېږدې سیمه کې ماین کېږدي، چې د پولیسو په یو لړ چټک عملیاتو کې له ماین سره یو ځای نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو ماین شنډ کړی او په دې سره یې د یوې خونړۍ پېښې د رامنځ ته کېدو مخنیوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د همدې پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې کمپنۍ کوټه سنګي پر سړک یوې ماین چاودنې دوه تنه ملکي وګړي وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124769

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124769/

جمهور
  https://www.jomhornews.com