ولسمشر محمد اشرف غنی سروبي د برېښنا اتصال یوې لویې سیمه ییزې پروژې «کاسا ـ ۱۰۰۰» د بنسټ ډبره کېښوده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ پر فسبوک پاڼه خپاره شوي، معلومات ښيي، چې ولسمشر غني نن پنشنبې د سلواغې ۱۷ مه د یادې پروژې د عملي کار د پیل لپاره سروبي ولسوالۍ ته ولاړ.
په دغه معلوماتو کې ویل وشي، محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د برېښنا اتصال یوې لویې سیمه ییزې پروژې «کاسا ـ ۱۰۰۰» د بنسټ ډبرې ایښودو او عملي کار پیل په موخه، سروبي ولسوالۍ ته ولاړ.
سرچینه زیاتوي، چې د دې لویې پروژې په بشپړېدو سره به د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا او له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د برېښنا لېږد د لومړني دهلېز شاهدان واوسو.
ارګ په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړی.
جمهورخبري آژانس:کابل