کندهار کې یوه سیمه ییز پولیس خپل پنځه همکاران وژلي دي

17 دلو 1398 ساعت 11:04

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس په خپلو پنخو همکارانو برید کړی او وژلي یې دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې کندهار ولایت کې یوه سیمه ییز پولیس په خپلو پنخو همکارانو برید کړی او وژلي یې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په خبره دغه پېښه تېره شپه (د سلواغې ۱۷مه) د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، په تلوکان سیمه کې یو تن نفوذي محلي پولیس په خپلو همکارانو د ټوپک شپېلۍ ور اړولې او پنځه تنه یې وژلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې بریدګر پولیس له سیمې په تېښته بریالی شوی دی، خو د نیولو لپاره یې جدي پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 124772

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124772/

جمهور
  https://www.jomhornews.com