د پاکستاني استخباراتو او طالبانو ادعا:

د پاکستاني طالبانو دوه مهم غړي کابل کې وژل شوي دي

19 دلو 1398 ساعت 8:45

پاکستاني استخباراتي سرچینو او پاکستاني طالبانو ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي دوه مهم غړي د افغانستان پلازمېنه کابل کې په مرموز ډول وژل شوي دي.


پاکستاني استخباراتي سرچینو او پاکستاني طالبانو ادعا کړې، چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي دوه مهم غړي د افغانستان پلازمېنه کابل کې په مرموز ډول وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دوی ویلي، چې وژل شوي کسان یو شیخ خالد حقاني چې د پاکستاني طالبانو د رهبرۍ شورا غړی او بل یې هم قاري سیف الله یونس چې د پاکستان طالبانو مهم جنګي قوماندان دی.

د پاکستاني استخباراتو او پاکستاني طالبانو په معلوماتو کې ویل شوي، چې دغه دواړه کسان د پټو مشورو لپاره له پکتیکا ولایت څخه کابل ته تللی و او د جنورۍ په ۳۱ مه د کابل انټرکانټینېنټال هوټل ته څېرمه وژل شوي دي.

که څه هم معلومه نه ده، چې دوی په کابل او پکتیکا کې څه کول خو د پاکستاني طالبانو سرچینو ویلي، دا دواړه مشران د مرکزي مشرتابه په حکم کابل ته د پټې لیدنې لپاره لېږل شوي وو.

پاکستاني طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د خپلو دغو مشرانو د وژل کېدو پخلی کړی ویلي یې دي، چې د دواړو مړي د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې خاورو ته سپارل شوي دي.

په اعلامیه ویل شوي، شیخ خالد حقاني له دې وړاندې د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر پاتې شوی او قاري سیف الله هم د دې ډلې مهم قومندان بلل کېده.

خو د افغانستان یوې باوري امنیتي سرچینې دا خبره رد کړه، چې ګڼې وژل شوي کسان د پاکستاني طالبانو دوه مهم غړي دي، بلکې په وینا یې دواړه وژل شوي کسان افغانان دي او د افغاني تذکرې ورسره موندل شوې.

دغه سرچینې ویلي، چې دغه دواړه کسان د یوې شبکې له خوا وژل شوي، چې دغه شبکه هم نیول شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 124801

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124801/

جمهور
  https://www.jomhornews.com