خوست کې چاودنې درې پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

19 دلو 1398 ساعت 11:22

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله درې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن شنبې د سلواغې ۱۹ مه سهار مهال د خوست ښار دویمې حوزې اړوند د میخانیکي انسټیټوټ څنګ ته شوې.

د خوست د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حیدر وایي، چاودنه د پولیسو په رنجر ډوله موټر شوې، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

نوموړي د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د پېښې مسوولیت تر اوسه چا اخیستی.

د یادونې ده، چې دوه ټپي پولیس روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي او د روغتیايي چارواکو په وینا وضعیت یې ښه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124811

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124811/

جمهور
  https://www.jomhornews.com