غزني ولایت کې یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې، چې د چارواکو په وینا ۸ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د سلواغې ۱۹ مه د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه ۳۰۳ او یو ټېلر موټر د ټکر له امله شوې ده.
د غزني ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، ۳۰۳ ډوله موټر پر یاده لویه لار د زنخان په سیمه کې له ټېلر موټر سره ټکر کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي، چې ټبیان روغتون ته لطږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
چارواکو د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په توګه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:غزني