۰
الیس ویلز:

افغان حکومت باید د فاسدو چارواکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي

شنبی ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
د منځنۍ او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي، افغان حکومت باید د فاسدو چارواکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.
افغان حکومت باید د فاسدو چارواکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي
د منځنۍ او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي، افغان حکومت باید د فاسدو چارواکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ویلز دغه څرګندونې نن شنبې د سلواغې ۱۸ مه په خپله ټوېټر پاڼه کړې دي.

نوموړي ویلي، د نشه يي توکو قاچاق او پلور کې د افغان پولیس چارواکو لاس لرل ناهیلي کوونکي دي او باید پر وړاندې یې جدي اقدامات وشي.

مېرمن ویلز لیکلي«د قانون د پلي کېدو لپاره مهمه ده، چې د فاسدو چارواکو په وړاندې اقدام وشي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې کورنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې د یاد وزارت د یوه لوړپوړي کارکونکي په ګډون د شپږو تنو پولیسو د نیولو کېدو خبر ورکړ.

دغه وزارت په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې نیول شویو کسانو په پولیسو کې دنده هم درلوده او د نشه يي توکو له مافیا سره یې هم لاس درلود.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي و ویل، چې په نیول شویو کسانو کې د کابل د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر احمد احمدي، د پنځمې حوزې له نشه یي توکو سره د مبارزې آمر، لومړی څارن اجمل، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د عملیاتي ټیم قوماندان، لومړی څارن عبادالرحمن، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کیمیاوي توکو د کنترول مدیریت مرستیال، سمونیار الله داد، د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې د تحلیل او ارزونې مدیریت آمر، څارمن فریدالله او د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې د کشف مدیریت آمر، لومړی څارن لمر شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي