ملګرو ملتونو عادله راز له فلسطینیانو د دفاع د کمېټې مرستیاله ټاکلې

19 دلو 1398 ساعت 13:45

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د دغه سازمان له خوا له فلسطینیانو د دفاع د کمېټې مرستیاله ټاکل شوې ده.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز د دغه سازمان له خوا له فلسطینیانو د دفاع د کمېټې مرستیاله ټاکل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو په وروستیو غونډو کې مېرمن راز ته یو وار بیا د فلسطین د خلکو د حقونو د خوندیتوب اړوند کمېټې مرستیالي ورسپارلې ده.

خپله عادله راز د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په دې تړاو ویلي، لوی باور پرې شوی دی او د فلسطین د خلکو بشري حقونو خوندیتوب لپاره به مبارزه وکړي.

نوموړې زیاته کړې، چې تېر کال یې هم د دې کمېټې له څلورو نورو ورڼو او خویندو سره یو ځای ښه همکاري کړې او اوس چې یو ځل بیا دغه دنده ورسپارل شوې په ښه توګه به خپل کارونه سر ته ورسوي.

نوموړې ویلي، دی په دې باور دي، چې فلسطینیان باید د خپلو څو لسیزو ناخوالو څخه راووځي او عاجلو اړتیاو ته لاسرسی پیدا کړي.

عادله راز وايي، افغان دولت د فلسطین د خلکو حقونو دفاع کوي او په وینا یې چې ولسمشر غني هم د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې په دې تړاو خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د بېګناه فلسطینیانو د نیونې مخالفت یې وکړ.

هغې زیاته کړې«لکه څرنګه چې ولسمشر غني هم ویلي، وو موږ باید د د غه بحران اوږدېدو ته اجازه ور نه کړو.»

د نوموړې په وینا افغانستان تېر کال ۷۸ میلونه افغانۍ له خپله اړخه د ملګرو ملتونو له لارې د فلسطین له خلکو سره مرسته کړې چې دا له دغه هیواد سره د افغانانو خواخوږي ښيي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124817

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124817/

جمهور
  https://www.jomhornews.com