۰

ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ

یکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۳۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته رسېدلی دی.
ولسمشر غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ابوظبۍ ته د ولسمشر غني د سفر موخه د ښاري نړیوالې مجمع لسمه ناسته کې ګډون کول دي.

ولسمشر پرون متحده عربي اماراتو ته رسېدلی او په دوبۍ کې د پخواني افغان سرقونسل عبدالصمد افغان په خبره چې ښه راغلاست ته یې د امارات د لوړو زده کړو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلی احمد الفلاسي او په کابل کې د امارات سفیر ښاغلی الظاهري راغلي وو.

د صمد افغان په وینا، ولسمشر به سبا سهار په ابوظبۍ کې د ښاري نړیوالې لسمه ناسته کې ګډون او وینا وکړي او لوړ پوړو چارواکو سره به ملاقاتونه هم ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي