ننګرهار کې د افغان او امریکايي ځواکونو نښته کې ۱۲ پوځیان وژل شوي

20 دلو 1398 ساعت 7:51

امریکایي رسنۍ وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان او امریکايي ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې په کې له دواړو لورو ۱۲پوځیان وژل شوي دي.


امریکایي رسنۍ وايي، په ننګرهار ولایت کې د افغان او امریکايي ځواکونو تر منځ نښته شوې، چې په کې له دواړو لورو ۱۲پوځیان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه نښتې راپور نیویارک ټایمز ورځپاڼې ورکړی، خو په دې اړه چې نښته د ننګرهار په کومه سیمه کې شوې څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، نښته پرون شنبنې د سلواغې ۱۹ مه ماښام مهال د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ کې له یوې لفظي شخړې وروسته رامنځ ته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، چې نښته د افغان کمانډو او امریکایي ځواکونو تر منځ د افغان پوځیانو په یوه مرکز کې رامنځ ته شوې ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوه افغان چارواکو په قول ویلي، چې په دې نښته کې لږ تر لږه شپږ امریکايي او شپږ افغان پوځیان وژل شوي دي.

دغه راز ورځپاڼې د یوه امریکایي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی ذکر شوی ویلي، په دغه نښته کې شپږ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

د امریکا پوځ هم د افغان او امریکايي ځواکونو تر منځ د نښتې پخلی کړی ویلي یې دي چې دغه ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو پر بل مخامخ ډزې کړې دي.

امریکايي پوځ زیاته کړې، چې پېښه پرون ماښام شوې او نامعلوم شمېر ځواکونه وژل شوي دي.

د امریکا د پوځ ویندوی ډګروال ساني لیګیټ په یوه بیان کې ویلي چې افغان او امریکايي پوځیانو پر یو بل مخامخ ډزې کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ نښته کېږي، بلکې له دې وړاندې هم لسګونه ورته پېښې شوې او یو پر بل یې مخامخ ډزې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124833

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124833/

جمهور
  https://www.jomhornews.com