هلمند کې موټر بم ځانمرګي برید شپږ پولیس وژلي دي

20 دلو 1398 ساعت 8:06

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې پر افغان پولیسو موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې شپږ پولیس وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هلمند ولایت کې پر افغان پولیسو موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې شپږ پولیس وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون شنبې د سلواغې ۱۹ مه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د بازار په خوله کې شوی دی.

د ګرشک امنیه قوماندان سمونوال خپلواک وايي، برید د هاموي موټر په وسله شوی، چې له امله یې شپږ پولیس وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، بریدګر غڅه کوله، چې د بارز د ننه موټر بم ته چاودنه ورکړي، خو پولیس پرې پوه شوي او مخه یې نیولي، چې په همدې مهال کې یې چاودنه کړې.

د هغه په وینا په دغه برید کې د کندهار ـ هرات د لويې لارې پر سر د ګرشک عمومي پول هم زیانمن شوی خو تګ راتګ پرې کېدای شي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124836

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124836/

جمهور
  https://www.jomhornews.com