اروپايي ټولنه: افغانان په ملت جوړونې باور لري

20 دلو 1398 ساعت 10:38

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند جوبایډن وروستۍ څرګندونې رد کړې ویلي یې دي افغانان پر ملت جوړونې باور لري.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند جوبایډن وروستۍ څرګندونې رد کړې ویلي یې دي افغانان پر ملت جوړونې باور لري.

د جمهور آژانس د خبر مخې جوبایډن په یوه انتخاباتي مناظره کې ویلي، افغانستان هېڅکله هم یو متحد هېواو او ملت نه شي کېدای نو ځکه دی له لومړي سره په افغانستان کې له ملت جوړونې سره مخالف و.

هغه پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې یوازې د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي او بس.

خو د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا وایي، افغانان د دې وړتیا لري چې یو موټی او متحد ملت شي. کوبیا د جوبایډن وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، افغانان د دې وړتیا لري چې د خپلو ملي ارزښتونو او سوله ییزو اهدافو لپاره سره متحد شي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، افغانان پر ملت جوړونې باور لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124840

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124840/

جمهور
  https://www.jomhornews.com