۰

د امریکا پوځ ننګرهار کې د خپلو اتو سرتېرو مرګ ژوبله تایید کړه

یکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۶
د امریکا پوځ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې د خپلو اتو تنو سرتېرو مرګ ژوبله تایید کړه.
د امریکا پوځ ننګرهار کې د خپلو اتو سرتېرو مرګ ژوبله تایید کړه
د امریکا پوځ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې د خپلو اتو تنو سرتېرو مرګ ژوبله تایید کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ډګروال ساني لیګیت نن یکشنبې د سلواغې ۲۰ مه په یوه بیان کې ویلي، چې پرون افغان او امریکایي ځواکونه د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ ته د یوه مهم مشر لیدو ته تللي وو.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان او امریکایي ځواکونه له یادې سیمې بېرته راستنېدل، یو تن چې د افغان ملي اردو یونیفورم یې پر تن و، پر افغان او امریکايي ځواکونو ډزې کړې دي.

د امریکا پوځ تایید کړې، چې په دغه برید کې د دوه امریکایي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

ډګروال لیګیت ویلي، لا هم د پېښې په اړه نور معلومات ټولوي او تر دې دمه د برید د علت او انګېزې په اړه څه نه شي ویلی.

په ورته وخت د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي، چې په دغه برید کې درې سرتېري هم وژل شوي دي.

د هغه په وینا دا برید ظاهراً د افغان ملي اردو یوه سرتېري کړې، خو لا هم په دقیق ډول نه شي ویلي، چې برید چا کړی دی.

د ننګرهار والي وايي، برید کوونکی هم وژل شوی او نه شي ویلي، چې هغه دا برید ولې کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوه افغان او یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې په افغان او امریکايي سرتېرو یو پر بل مخامخ ډزې کړې دي.

دغه ورځپاڼې دا هم ویلي و، چې په دغه متقابله ډزو کې شپږ افغان او شپږ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې برید نفوذي کس کړی که څنګه خو وړاندې داسې راپورونه و، چې ګنې لومړی د افغان او امریکايي ځواکونو تر منځ لفظي شخړه شوې او وروسته یې یو پر بل ډزې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي