د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق زامنو په خپل کور کې وسله واله نښتې کړې، چې په کې یې یو زوی وژل شوی او بل ټپي دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د سلواغې ۲۰ مه شاوخوا ۹ بجې د ښاغلي محقق د کور د ننه رامنځ ته شوې ده.
محقق ته نېږدې کسان وایي، نښته د محقق د مشر زوی باقر محقق او بل زوی حسین تر منځ شوې، چې په کې باقر وژل شوی او حسین ټپي شوی دی.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم چې محقق ته نېږدې کس دی وایي، دغه پېښه د سهار له لمانځه وروسته رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د ښاغلي محقق زوی حسین محقق چې رواني ستونزه یې درلوده په خپل ورور باقر محقق ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.
دی وایي، کله چې د ښاغلي محقق ساتونکي په عمل لاس پورې کړی نو حسین محقق پر هغوی هم ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې د ښاغلي محقق پنځه ساتونکي هم ټپیان شوي دي.
د میثم په وینا حسین محقق وروسته له هغې دا برید کړی، چې رواني ستونزه یې زیاته شوې، او په دغه پېښه کې خپله حسین محقق هم ټپي شوی دی.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند زیاتوي، چې د پېښې ټپیان د ملي امنیت روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه ونه ویل.
امید میثم دا هم و ویل، چې د نښتې پر مهال خپله محمد محقق هم په کور کې وو.
د یادونې ده، باقر محقق د محمد محقق مشر زوی چې په اقتصاد کې یې ماسټري هم درلوده او په تېرو پارلماني ټاکنو کې له کابل څخه نوماند هم وو.
جمهورخبري آژانس:کابل