۰

محمد محقق د خپل زوی وژل کېدل تایید کړل

یکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۶
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق د خپل زوی باقر محقق د وژل کېدو پخلی وکړ، وايي باقر محقق د خپل ورور له خوا و وژل شو.
محمد محقق د خپل زوی وژل کېدل تایید کړل
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق د خپل زوی باقر محقق د وژل کېدو پخلی وکړ، وايي باقر محقق د خپل ورور له خوا و وژل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محقق په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په خواشنۍ سره چې د محمد حسین په نوم یوه زوی مې خپل ورو باقر محقق په ډزو وژلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې محمد حسین محقق له کلونو رواني ناروغي درلوده او نن سهار وختي یې په داسې حال کې، چې ورور یې باقر محقق ویده و، ډزې پرې کړې او هغه یې وژلی دی.

محقق زیاته کړې، چې له دغې پېښې وروسته کله چې امنیتي ساتونکو د حسین محقق د کنټرول هڅه کړې، هغه پرې ډزې کړې، چې څو تنه یې ټپیان کړي.

دی وايي، له پېښې سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او محمد حسین محقق یې نیولی او روغتون ته یې لږدولی دی.

ښاغلي محقق له افغان امنیتي ځواکونو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، ډاکتر عبدالله عبدالله، کریم خلیلي، جنرال مراد علي مراد، سروردانش او نورو سیاسیونو مننه کړې، چې د غمشریکې لپاره د ده کور ته ورغلي و.

دغه راز محقق له ولسمشر محمد اشرف غني، چې په وینا یې دا مهال په اماراتو کې دی هم مننه کړې، چې د تلېفون له لارې یې ورسره غم شریکي کړې ده.

همدارنګه نوموړي د ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نه هم مننه کړې، چې پر وخت یې تلېفون ورته کړی او غمرازي یې ورسره ښودلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي