۰

کابلوف: طالبان له افغان حکومت سره هم خبرو ته چمتو دي

یکشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۴
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، طالبان له امریکا سره د سولې تر تړون وروسته له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو دي.
کابلوف: طالبان له افغان حکومت سره هم خبرو ته چمتو دي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، طالبان له امریکا سره د سولې تر تړون وروسته له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپوتنیک آژانس د کابلوف له قوله ویلي، طالبان له امریکا سره تر تړون وروسته چمتو دي، چې له افغان حکومت او سیاسیونو سره مخامخ خبرې وکړې.

نوموړي دا هم ویلي، چې هغه مهال به پر اوربند هم خبرې کېږي، ځکه اوربند د بحث وړ موضوع ده، خو اوس یې په اړه نظر ورکول تر وخت وړاندې خبره ده.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي تر اوسه د توافق څرنګوالی او د تاوتریخوالي کمولو موضوع هم معلومه نه ده، خو په وینا یې ښه ده، چې په اړه په خپل وخت خبرې وشي.

هغه ویلي، په ۲۰۱۸ کال کې د اوربند تجربې وښوده چې طالبان په ټولیزه توګه په خپلو وسله والو کنټرول لري نو غوره ده لومړی بین الافغاني خبرې پیل او وروسته پر نورو موضوعاتو خبرې وشي.

کابلوف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي د امریکا او طالبانو تر منځ په ټولو مواردو توافق شوی، چې ورسره رسمي خبرې پای ته رسېدلې او غیر رسمي خبرې لا هم دوام لري.

پخواني طالب چارواکي وایي، په غیر رسمي خبرو کې دواړه لوري پردې خبرې کوي، چې تړون، څه وخت، چېرته، څرنګه او د کومو هېوادونو پر وړاندې لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي