امریکا په ننګرهار کې د خپلو دوه وژل شویو سرتېرو هویت په ډاګه کړ

21 دلو 1398 ساعت 7:51

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د دوه وژل شویو امریکايي سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړي دي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د دوه وژل شویو امریکايي سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې هر یو ۲۸ کلن جویر جګوار ګوتيرز او ۲۸ کلن انتونیو ري رودریګز نومېږي.

پنټاګون ویلي، چې دغه کسانو په ځانګړو ځواکونو کې دنده تر سره کوله او تېره ورځ د افغانستان د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د امریکا ددفاع وزارت همدا راز زیاته کړې چې د پېښې اصلي لامل لا تر دې دمه نه دی روښانه شوی او په اړه یې پلټڼې روانې دي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې یو تن چې د افغان پوځ جامې یې پر تن وې د افغان او امریکايي ځواکونو پر ګډ قطار برید کړی و.

په دغه برید کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

دغه راز د ننګرهار چارواکي وايي، چې په دې برید کې پنځو افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه معلومه نه ده، چې بریدګر نفوذي کس و، او که نښته د خپل منځي لفظي شخړې له امله رامنځ ته شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124866

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124866/

جمهور
  https://www.jomhornews.com