دفاع وزارت د ننګرهار د پېښې څېړلو لپاره یو پلاوی لېږلی دی

21 دلو 1398 ساعت 8:25

د افغانستان ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې پر افغان او امریکايي ځواکونو د رامنځ ته شوې پېښې د څېړلو له لپاره یو پلاوی دغه ولایت ته لېږلی دی.


د افغانستان ملي دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې پر افغان او امریکايي ځواکونو د رامنځ ته شوې پېښې د څېړلو له لپاره یو پلاوی دغه ولایت ته لېږلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه پلاوي مشرۍ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري کوي او د امریکايي چارواکو سره به په ګډه د پېښې تحقیات کوي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د افغان او امریکايي ځواکونو په یوه قطار باندې د یو کس له خوا چې د ملي اردو لباس یې پر تن و، برید وشو.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تایید کړې، چې په دغه برید کې د دوی دوه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

پنټاګون د وژل شویو سرتېرو هویت په ډاګه کړی ویلي یې دي، ۲۸ کلن جویر جګوار ګوتيرز او ۲۸ کلن انتونیو ري رودریګز چې په کمانډو ځواکونو کې یې دنده درلوده، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هم تایید کړې، چې په دغه برید کې یو افغان سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو وړاندې تر دې داسې راپورونه و، چې ګڼې د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته دواړو لورو یو پر بل مخامخ ډزې کړې.

خو وروسته چارواکو و ویل، چې افغان او امریکايي ځواکونه شېرزادو ولسوالۍ ته د یوه مهم مشر سره د خبرو لپاره تللی و چې د بېرته راتګ پر مهال یو تن چې د افغان پوځ لباس یې پر تن و، برید پرې کړی او یاده مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې برید کوونکی د وسله والو مخالفینو نفوذي کس و او که کوم افغان پوځي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124870

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124870/

جمهور
  https://www.jomhornews.com