د سولې له مذاکراتو باخبره او پخوانی طالب چارواکی سیداکبرآغا وایي، قطر کې د طالبانو استازو او زلمي خلیلزاد د تاوتریخوالي کمولو مودې پر غځولو او عمومي اوربند خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم تایید کړې، چې د دوی مشرتابه استازو له زلمي خلیلزاد او قطر د بهرنیو چارو وزیر سره یوه مهمه ناسته درلوده.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د دوی سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر، ملا محمد فاضل، ملا خیرالله خیرخوا او ملا امیرخان متقي له خلیلزاد او قطر د بهرنیو چارو وزیر سره ناسته درلوده.
شاهین ویلي، دغه ناسته کې پر مهمو موضوعاتو، لکه د سولې د مذاکراتو پر ناتیجو او دغه راز وروستیو اقداماتو خبرې شوې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
خو پخواني طالب چارواکي سید اکبرآغا نن دوشنبې د سلواغې ۲۱ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې طالبانو او خلیلزاد په دغه ناسته کې د تاوتریخوالي کمولو مودې پر غځولو او دغه راز عمومي اوربند باندې خبرې کړې دی.
نوموړي و ویل«ملا برادر اخوند او خلیلزاد تېره شپه د تاوتریخوالي کمولو مودې پر تمدید او عمومي اوربند خبرې کړې دي.»
د هغه په وینا امریکا له طالبانو غوښتي، چې یا د تاوتریخوالي کمولو موده وغځوي او یا هم عمومي اوربند اعلان کړي، خو طالبانو تر اوسه د امریکا دا غوښتنه نه ده منلې.
سید اکبرآغا وایي، د عمومي اوربند غوښتنه په اصل کې د افغان حکومت غوښتنه ده، چې پرون شپه خلیلزاد رسمآ د طالبانو سیاسي استازو ته کړې ده.
دغه پخوانی طالب چارواکی وايي، دواړه لوري د سولې تړون لاسلیک ته نېږدې شوي دي.
دی زیاتوي«فکر کوم چې طالبان به د امریکا دغه غوښتنه چې یا د تاوتریخوالي کمولو موده وغځوي او یا هم عمومي اوربند اعلان کړي، ومني.»
نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله به د سولې تړون لاسلیک شي و ویل، چې تر اوسه دا موضوع دقیق معلومه نه ده، خو نښې نښانې داسې دي، چې ښايي ژر لاسلیک شي.
د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ رسمي خبرې پای ته رسېدلې او غیر رسمي خبرې لا هم دوام لري.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض