۰
افغان پوځ:

بلخ کې د طالبانو د لایزري وسلو مسوول او ۳۶ طالبان وژل شوي

دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۰
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د لایزری وسلو د مسوول په ګډون ۳۶ طالبان وژل شوي دي.
بلخ کې د طالبانو د لایزري وسلو مسوول او ۳۶ طالبان وژل شوي
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د وسله والو طالبانو د لایزری وسلو د مسوول په ګډون ۳۶ طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د سلواغې ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي افغان هوايي ځواک پرون د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په دلبر کلي کې هدفي عملیات کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو د لایزري وسلو مسوول محمدګل مشهور په ابوبکر وژل شوی دی.

په ورته وخت کې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې کمانډو ځواکونو تېره شپه د بلخ په بلخ ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي