د کابل او کندهار هوایي ډګرونو کې څلور قاچاقبر نیول شوي دي

21 دلو 1398 ساعت 10:14

کورنیو چارو وزارت د کابل او کندهار په هوایي ډګرونو کې د نشه يي توکو د څلور تنو قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت د کابل او کندهار په هوایي ډګرونو کې د نشه يي توکو د څلور تنو قاچاق کوونکو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د سلواغې ۲۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه قاچاق وړونکو غوښتل په سفري بکسونو کې نشه يي توکي بهر ته ولېږدوي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پولیسو دوه تنه چې یو شمېر نشه يي توکي یې په سفري بکسونه کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر ته یې قاچاق کړي نیولي دي.

دغه راز خبرپاڼه وايي، د کندهار د احمد شاه بابا د نړیوال هوايي ډګر منسوبینو هم دوه تنه چې ۵۰۸ ګرامه هیرویین یې د کپسول په بڼه په خپلو ګېډو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر هېوادونو ته یې قاچاق کړي، نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، د یادو کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124882

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124882/

جمهور
  https://www.jomhornews.com