ولسمشرغني د عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

21 دلو 1398 ساعت 10:39

ولسمشر محمد اشرف غني د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو له وزیر شيخ عبدالله بن زايد ال نهيان سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.


ولسمشر محمد اشرف غني د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو او نړیوالو همکاریو له وزیر شيخ عبدالله بن زايد ال نهيان سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه د ښاري نړیوالې مجمع په څنډه کې په ابوظبۍ ښار کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ستراتېژيکو اړيکو او همداراز د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي مناسباتو پر پراختيا او سيمه ييزو مسايلو بحث کړی دی.
 
په ورته وخت کې ویل کېږي ولسمشر غني پرون مازیګر د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستيالې او د يو اېن هبيتات موسسې اجرايوي رئيسې ميمونې محمد شريف هم په متحده عربي اماراتو كې لیدلي دي.

نوموړې ژمنه کړې، چې په افغانستان کې به د دې ادارې فعاليتونه د ښاري پراختيا د لومړيتوبونو پر بنسټ تنظيم شي او دوى به په ياده برخه کې پر يوې طرحې کار وکړي او هغه به له افغان حکومت سره شريکه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124883

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124883/

جمهور
  https://www.jomhornews.com