کابل کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته څېرمه چاودنه شوې

22 دلو 1398 ساعت 8:02

پلازمېنه کابل کې د مارشال محمد قسم فهیم پوهنتون ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله هم لري، خو تر اوسه یې دقیق معلومات نه دي شوي.


پلازمېنه کابل کې د مارشال محمد قسم فهیم پوهنتون ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله هم لري، خو تر اوسه یې دقیق معلومات نه دي شوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت هم د چاودنې پخلی کوي وايي، دغه چاودنه نن سهار شنبې سهار له ۷ بجو وروسته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند مروه امیني وايي، د چاودنې نوعیت او د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته.

خو په ورته وخت ځینې امنیتي سرچینې وايي، چاودنه د پوهنتون د لومړۍ دروازې په قرول کې شوې، چې تلفات هم لري، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

ځینې راپورونه وایي، دغه چاودنه موټر بم و او له چاودنې وروسته دوه تنه وسله وال هم دغه پوهنتون ته ننوتي، خو دا خبر تر اوسه نه دی تایید شوی.

سیمې ته د کابل امبولانس رسېدلی خو تر دې دمه یې روغتون ته له یادې پېښې وژل شوي یا ټپیان نه دي وروړي.

د چاودنې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.

د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 124893

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124893/

جمهور
  https://www.jomhornews.com