د امنیت سیمه ییز چارواکي وايي، د کندهار ولایت د پولیسو په لیکو کې یې د وسله والو طالبانو ۱۲ تنه نفوذي بریدګر نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي له خبریالانو سره خبرو کې وکړې او ویې ویل، چې د طالبانو یاد نفوذي کسان د پولیسو په لیکو کې ځای پر ځای شوی وو.
نوموړي زیاته کړه، دغه کسانو غوښتل، چې د موقعې څخه په استفادې تخریبي فعالیتونه وکړي خو د کشفي معلوماتو پر اساس ونیول شول.
په ورته وخت کې د کندهار د امنیت امر په ښار کې د دوه نورو وسله والو او دوه وسله والو غلو د نیول کېدو خبر هم ورکړ.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په کندهار کې د پولیسو په لیکو کې د طالبانو نفوذي کسان پر داسې مهال نېول کېږي، چې تر دې وړاندې د نفوذي کسانو په بریدونو کې لسګونو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهورخبري آژانس:کندهار