۰

فاریاب کې یوه مور او لور د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوې دي

سی شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې سرپل ولایت کې دوه مېرمنې چې مور او لور دي، د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوې دي.
فاریاب کې یوه مور او لور د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوې دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې سرپل ولایت کې دوه مېرمنې چې مور او لور دي، د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا وژل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د سلواغې ۲۱ مه د سرپل ولایت د یکاب دشت سیمه کې سهار څلور بجې رامنځ ته شوې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، ۴۰ کلنه ضعیفه میرمن له خپلې ۲۳ کلنې لور سره د  ناپېژانده وسله والو لخوا وژل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د وژل شویو مېرمنو جسدونه د سرپل ولایت روغتون ته لېږدول شوې دي.

د سرپل د والي ویاند وايي، د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي