پاکستان د افغان کډوالو په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي

22 دلو 1398 ساعت 9:12

د پاکستان حکومت په پام کې لري، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه دوه ورځنۍ نړیوال کنفرانس جوړ کړي.


د پاکستان حکومت په پام کې لري، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه دوه ورځنۍ نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه کنفرانس به د کډوالو د نړیوالې کمېشنرۍ یا«UNHCR» په همکارۍ جوړ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو د ۴۰ کالو پوره کېدو له امله د هغوی پر وضعیت دغه کنفرانس جوړوي.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کنفرانس به د راونې میلادي میاشتې پر ۱۷مه او ۱۸مه په اسلام اباد کې جوړیږي او پرانسته به یې لومړي وزیر عمران خان وکړي.

خبرپاڼه وايي، په دغه کنفرانس کې به د کډوالو د نړیوالې کمېشنرۍ د رئیس ترڅنګ، حکومتي چارواکي او د شااوخوا ۲۰ هیوادونو وزیران او لوړپوړي چارواکي برخه واخلي.

ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت، هغوی ته پر متوجه ګواښونو، له هغوی سره د مرستو سربېره پخپلې خوښې هیواد ته د ستنېدو په اړه خبرې وشي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس دا مهال په پاکستان کې ۲.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ۱.۳ میلیونه یې ثبت او ۱.۱ میلیون یې نه دي ثبت شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124899

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124899/

جمهور
  https://www.jomhornews.com