۰

دفاع وزرات د کابل په ننني برید کې د ۱۱ تنو مرګ ژوبله تایید کړه

سی شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
ملي دفاع وزارت وايي، د مارشال فهیم پوځي پوهتون ته څېرمه په ځانمرګي برید کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دفاع وزرات د کابل په ننني برید کې د ۱۱ تنو مرګ ژوبله تایید کړه
ملي دفاع وزارت وايي، د مارشال فهیم پوځي پوهتون ته څېرمه په ځانمرګي برید کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مارشال فهیم پوهنتون د دراوزې په لومړي قرول کې نن سهار څه باندې ۷ بجې ځانمرګی برید وشو.

ملي دفاع وزارت په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید ځانمرګی و، چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې یو ملکي وګړی او څلور د ملي اردو سرتېري او په ټپیان کې پنځه سرتېري او یو ملکي وګړی شامل دي.

خبرپاڼه وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، د ښار د ننه او د خلکو په منځ کې دغه برید وښوده، چې ترهګر د افغانستان د خلکو له وژنې پرته بله موخه نه لري، خو په وینا یې افغان ځواکونه به هم غڅ ترې واخلي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

مخکني معلومات:
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي