دفاع وزرات د کابل په ننني برید کې د ۱۱ تنو مرګ ژوبله تایید کړه

22 دلو 1398 ساعت 9:28

ملي دفاع وزارت وايي، د مارشال فهیم پوځي پوهتون ته څېرمه په ځانمرګي برید کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، د مارشال فهیم پوځي پوهتون ته څېرمه په ځانمرګي برید کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مارشال فهیم پوهنتون د دراوزې په لومړي قرول کې نن سهار څه باندې ۷ بجې ځانمرګی برید وشو.

ملي دفاع وزارت په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید ځانمرګی و، چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې یو ملکي وګړی او څلور د ملي اردو سرتېري او په ټپیان کې پنځه سرتېري او یو ملکي وګړی شامل دي.

خبرپاڼه وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، د ښار د ننه او د خلکو په منځ کې دغه برید وښوده، چې ترهګر د افغانستان د خلکو له وژنې پرته بله موخه نه لري، خو په وینا یې افغان ځواکونه به هم غڅ ترې واخلي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

مخکني معلومات:
 


د مطلب کود: 124903

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124903/

جمهور
  https://www.jomhornews.com