۰
حکمتیار:

امریکا او طالبان توافق ته نېږدې شوي، امریکا د سرتېرو ایستلو کې جدي ده

سی شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته جدي ده او دا ښکاره کوي، چې امریکا او طالبان د سولې تړون لاسلیک ته نېږدې شوي دي.
امریکا او طالبان توافق ته نېږدې شوي، امریکا د سرتېرو ایستلو کې جدي ده
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو ته جدي ده او دا ښکاره کوي، چې امریکا او طالبان د سولې تړون لاسلیک ته نېږدې شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار چې نن سه شنبې د سلواغې ۲۲ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل د افغان ولس غوښتنه هم ده.

ښاغلي حکمتیار د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات پایله ورنه کړي و ویل، فکر کوي، چې امریکا او طالبان د سولې تړون لاسلیک ته سره نېږدې شوي او په نېږدې راتلونکې کې شاید لاسلیک شي، خو په وینا یې که مذاکرات پایله ورنه کړي، پړه به تر ډېره د امریکا پر غاړه وي.

نوموړي د همدې خبرې په دوام زیاته کړه، چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د رامنځ ته شوې پېښې وروسته چې په کې دوه امریکایان و وژل شول، امریکايي لوري طالب لوري ته جدي ویلي، چې دا باید په افغانستان کې د امریکا وروستي وژل شوي سرتېري وي.

 حکمتیار په وینا د امریکايي لوري د دغه جدي غبرګون څخه ښکاري، چې امریکا د سولې په خبرو کې په افغانستان کې د پوځي اډو غوښتنه هم نه ده کړې، او دغه هېواد له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو کې جدي دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی هم د سولې لپاره یوه طرحه لري او هغه دا چې سولې د بین الاافغاني داسې مذاکراتو پر مټ په افغانستان کې رامنځ ته شي، چې د مذاکراتو پر مهال یې هېڅ بهرنۍ وساطت او هېڅ بهرنۍ په کې ګډون ونه لري.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د دوی د سولې په طرحه کې یوه بله مهمه خبر دا ده، چې دواړه لوري باید په صادقانه ډول اوربند ته غاړه کېږي او پرته له قید و شرط څخه زندانیان ازاد کړي او له هغې وروسته مخالفین د افغان ځواکونو په لیکو کې شامل کړای شي.

همدارنګه حکمتیار وایي د دوی په طرحه کې هم پر اوربند ټینګار شوی خو په خبره یې اوربند باید د سولې لپاره له مخکې شرط نه وي، بلکې کله چې بین الاافغاني مذاکرات پیلېږي اوربند وشي.

ښاغلي حکمتیار و ویل، چې د بین الاافغاني سولې لپاره مذاکره کوونکی ټیم باید محدود خو ټول شموله او ټولو لورو ته د منلو وړ وي.

خو په وینا یې د بین الاافغاني خبرو د پیل او مذاکره کوونکي پلاوي تر ټاکل کېدو وړاندې باید د افغان حکومت په شمول د سیاسیونو یوه اجماع رامنځ ته شي او هغې وروسته د سولې بین الاافغاني خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل شروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي