پمپیو ولسمشر غني ته ویلي،

له طالبانو سره خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی

23 دلو 1398 ساعت 8:02

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو کې ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرو کې ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر پمپیو پرون سه شنبې د سلواغې ۲۲ مه په یوه تلېفوني اړیکه کې د افغان حکومت له مشرانو سره د سولې د وروستیو مذاکراتو معلومات شریک کړي دي.

پميو په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې د تاوتریخوالي کمولو په اړه د پام وړ پرمختګ شوی دی.

په ورته وخت کې ولسمشر غني په څو پرلپسې ټوېټونو کې ویلي، چې ښاغلي پپمیو ورته د پام وړ او ثابته توګه د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د طالبانو د وړاندیزونو په اړه معلومات ورکړي دي.

ولسمشر غني د دغه پرمختګونو هرکلی کړی او د وینې توېدنې د مخینوي لپاره یې په ټینګار سره لیکلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به راتلونکي ګامونه په داسې توګه رهبري کړي، چې د سولېټول بهیر په مثبته توګه غښتلی او د خپلو کړنو په اړه به د افغانستان عام ولس ته معلومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوه اونیو راهیسې قطرکې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې غیر رسمي خبرې روانې دي.

اوس راپورونه وايي، چې طالبانو له امریکايي لوري په جدي توګه غوښتي، چې نور د سولې خبرې پای ته ورسوي، ځکه نوره یې حوصله نه لري.

ویل کېږي خلیلزاد له طالبانو درې ورځې وخت غوښتي، تر څو د تړون د لاسلیک په اړه د خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 124931

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124931/

جمهور
  https://www.jomhornews.com