ملي امنیت د کابل ګلبهار سنټر کې د داعش ۹ کسیزه ډله نیولې ده

23 دلو 1398 ساعت 8:18

د ملي امنیت لوی ریاست د پلازمېنې کابل په ګلبهار سوداګریز مرکز کې د داعش ترهګرۍ ډلې سره د همکارۍ په تور ۹ کسیزه ډله نیولې ده.


د ملي امنیت لوی ریاست د پلازمېنې کابل په ګلبهار سوداګریز مرکز کې د داعش ترهګرۍ ډلې سره د همکارۍ په تور ۹ کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت وایي، دغه شبکې له هېواد بهر د حارث په نوم کس رهبري کوله او د محمد ادریس په همکارۍ دغې شبکې د ګلبهار سنټر په دوهم پوړ کې د دارالحجاب په نوم دوکان چلاوه.

همدارنګه ملي امنیت وایي، دغه شبکې په موسی کلا کې د معاملاتو لارښود درلود او په شهزاده سرای کې یې صرافي هم لرله تر څو خپله ترهګره ډله له مالي پلوه تمویل کړي.

سرچینه زیاتوی، چې دغې ډلې ته به یې مشر حارث له اروپایي هېوادونو د خیرات او زکات په نوم پیسې راټولولې او د بیوزلو په نوم به ی‌ې را استولې.

ملي امنیت ریاست وایي نیول شويو کسانو به د داعش غړو د ټپونو درملنه کوله تو او د هغوی کورنیو ته به یې بیلابیلو ولایتونو ته پیسې لیږلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 124933

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/124933/

جمهور
  https://www.jomhornews.com