۰
پخواني امریکايي جنرالان:

د نوي افغان حکومت باید کلک ملاتړ وشي، پاکستان باید د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي

چهارشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۲
امریکا په سنا کې د وسله والو ځواکونو کمېتې په افغانستان کې د امریکا پر تګلارې او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو پر ایستلو خبرې وکړې.
د نوي افغان حکومت باید کلک ملاتړ وشي، پاکستان باید د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي
د امریکا په سنا کې د وسله والو ځواکونو کمېتې په افغانستان کې د امریکا پر تګلارې او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو پر ایستلو خبرې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډې ته چې پرون سه شنبې د سلواغې ۲۲ مه شوې، د امریکایي ځواکونو پخواني جنرالان او یو پوځي کارپور هم د مېلمنو او شاهدانو په توګه وربلل شوي و.

په غونډه کې له پخوانی جنرالې کیمبرلي فلیډ، متقاعد جنرال جان کېن او پوځي چارو کارپوه کولن جسکن څخه په دې اړه چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل به څرنګه وي پوښتنې وشوې.

دوی درې واړو د اوس لپاره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلوي نه و او ویل یې، چې د امریکايي ځواکونو وتل به یو ناورین رامنځ ته کړي.

د سناتور ریډ د دې پوښتنې په ځواب کې، که له افغانستان څخه امریکایي ځواکونه ووځي، هلته به څه پېښ شي؟ جنرال کېن دا به یو ناورین وي او افغان ځواکونه چې وار د مخه تر یو ډول رواني فشار لاندې دي، داسې فکر به وکړي چې امریکایانو ورسره خیانت وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې سره به افغانستان کې ټولې لاس ته راوړنې ختمې شي، داعش او القاعده به له دغه حالت څخه ډېره ګټه پورته کړي او بیا به د منظم کېدو هڅې وکړي،طالبان او نور ترهګر به د امریکایانو وتل خپل بری وګڼي او د جنګي تبلیغ په توګه به یې وکاروي او  داخلي جګړه به پیل شي.

همدې پوښتنې ته په ځواب کې جنرالې فیلډ هم دا یو ناورین وباله ویې ویل«اوسنی حکومت به ړنګ شي، جنګسالاران به راشي او موږ به ډېر څه له لاسه ورکړو، اوس هلته ډېرو ښځو او ماشومانو تعلیم کړی او تعلیم کوي، په لېرو پرتو سیمو کې به دا هر څه ختم شي.»

د پوځي چارو کارپوه جکسن هم و ویل، چې له افغانستان څخه به د امریکايي ځواکونو په وتلو د امریکا ځینو غلیمانو ته په هغه هېواد کې د نفوذ د پراخېدو لپاره ښه زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه، چې په دې سره به د امریکا بهرني دښمنان به راشي، ایران به خپل نیابتي جګړه ماران مخې ته کړي، پاکستان به هم خپل نفوذ نور هم زیات کړي او روسیه به هم راشي.

په دغه غونډه کې د پاکستان د رول په اړه هم پوښتنې او د طالبانو د پاللو او ساتلو په اړه کلکې نیوکې وشوې او وویل شول چې باید پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

ښاغلي جګسن ویلي، باید پاکستان په دې پوه کړل شي چې له امریکا سره د ښو اړیکو یوازینۍ او غوره لار په افغانستان کې د حکومت او سیاسي مشارکت ننګه ده.

جنرال جان کین دا خبره هم وکړه چې باید واشنګټن د افغانستان د را روان نوي حکومت کلکه ننګه وکړي او له هغه سره ګډ کار وکړي.

هغه وویل ولسمشر غني ورته ژمنه ورکړې چې په نوي حکومت کې به د امریکا پوځي لګښتونه نور هم کموي.

نوموړي وویل چې ولسمشر غني ورته ویلي دي چې له سعودي عربستان، متحدو عربو اماراتو او ځینو نورو هېوادونو سره یې خبرې کړي دي چې د پوځ د لګښتونو په برخه کې ورسره مرستې وکړي.

میلمنو ټولو په یوه خوله وویل چې باید له طالبانو سره داسې تړون وشي چې په افغانسان کې سیاسي مشارکت ته لار پرانیستل شي او د تېرو لسیزو ټولې لاس ته راوړنې خوندي وساتل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي